کابل/ګهیځ: د تلې ۲۷مه او د اکټوبر ۱۹
راپور:نذیر منیب
یوازې جګړې او طبیعی پېښې نه دی، چې افغانان په مرګ ګواښی بلکې د دې ولس تر منځ خپلمنځی شخړې اود بېلابېلو ټبرونو او کورنیو ترمینځ دښمنۍ هغه دود شوې بدبختی ده چې خوا مخوا مرګ ژوبله له ځان سره لری.
په دې وروستیو وختونو کې په افغانستان کې په ځانګړی ډول په ځینو ولایتونو او اطرافی سیمو کې د خپلمنځی شخړو کچه تر پخوا لوړه شوې ده. که څه هم د هېواد په کچه د دغو شخړو او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نشته خو لومړنی معلومات ښیی، چې یوازې په روان کال کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د خپلمنځی شخړو له امله مړه او ټپیان شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د دا ډول پېښو کچه د هېواد په سوېلی ولایتونو او پښتون مېشتو سیمو کې تر نورو ځایونو لوړه ښکاری.
د یوه تازه راپور له مخې، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په سوېل هلمند ولایت کې د خپلمنځی شخړو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
باختر دولتی خبری اژانس د تلې په ۲۳مه نېټه د ځایی چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې په خپلمنځی شخړو او جګړو کې ۳ کسه وژل شوی او ۴ نور ټپیان دی، چې لامل یې د دوه قومونو یا دوه کورنیو د وګړو تر منځ خپلمنځی شخړې پېښې شوی دی.
د خپلمنځی شخړو او لانجو د رامنځ ته کېدو لاملونه:
دا چې ولې په دې وروستیو کې د ځینو قومونو او کورنیو د غړو او یا د ټولنې د وګړو تر منځ د اخ و ډب رامنځ ته کېدل ډېر شوی او آن دا چې خبره دواړو اړخونو ته تر مرګ ژوبلې رسی؟ مونږ یې په اړه د قومونو او قبایلو چارو وزرات ویاند وپوښت او ومو غوښتل پوه شو چې ولې دا ډول پېښې ډېرې شوی او د مخنیوی لپاره یې دولت څه پلان لری؟
د یاد وزارت ویاند حمدالله فطرت پدې اړه ګهیځ ته په خبرو کې زیاته کړه چې دوی د کورنیو تر منځ په شخصی او جنایی پېښو کې ځان نه ورګډوی، بلکې د دوی کار د قومونو په کچه د جنجالونو هوارول دی، چې د دې موخې لپاره په وزارت کې ځانګړی د جرګو ریاست او د ولایتونو په کچه ور ته د جرګه ګیو مدیریتونه لری.
خو ټولنپوهان او قومی مخور بیا وزګارتیا او فقر د خپلمنځی شخړو لپاره تر ټولو لوی لاملونه یاد کړی دی، چې د کورنیو تر منځ د شخړو او مرګ ژوبلې سبب ګرځی.
د ټولنیزو چارو کارپوه شیرزاد عزیز له ګهیځ سره په خبرو کې وویل: “بې کاری د دې سبب کېږی، چې اکثره ځای پر ځای پاتې شوی خلک د نظر له تنګون سره مخ شی چې په پایله کې یې دغه کسان د یو بل تخریب ته مخه کوی او فقر چې د بې کارۍ زېږنده ده د کورنیو شخړو په رامنځ ته کېدو کې لوی لاس لری”.
نوموړی پر دغو لاملونو سر بېره هغه دود پالنه هم ورزیاتوی، چې له دینی او حقوقی پلوه ناوړه بلل شوې او د کورنیو تر منځ د اړیکو د تریخوالی سبب ګرځی.
په افغانی په ځانګړی ډول پښتون مېشته ټولنه کې داسې دودونه شته، چې هم له اسلام او هم د انسانی حقونو له پولو تېری بلل کېږی. کولی شو د نجونو د بدل یا په بدو کې د نجونو ورکولو مسئله، چې ډېر کله د کورنیو او آن قبیلو تر منځ په بدۍ اوړی او شخړې زیږوی ، د بېلګې په توګه یادې کړو.
دا چې ولې د نورو اقوامو او سیمو په پرتله په پښتنو کې د خپلمنځی شخړو ځېلې ژورې دی، په اړه یې د پوهنتون استاد او قومی مشر دکتور رحمت الله زاهد وایی، چې له علم، فرهنګ او سواد څخه د پښتنو لرې والی د دې ستونزې بنسټ جوړوی.
هغه له ګهیځ سره په خبرو کې وویل: “په پښتنی ټولنه کې د سواد او علم کچه کمه ده، په ټولنه کې عموماً په هغه طبقه کې چې پوهه ولری، د دغې ستونزې د پېښېدو چانس نه وی، چېرته چې علم وی او ثقافت ته پام کېږی، خلک په وړو وړو خبرو لانجې نه کوی، همدا سبب دی چې د ښار په پرتله کلیوالو سیمو کې دا ستونزه ژوره ده”.
له خپلمنځی شخړو څخه د خلاصون لار:
له دې ستونزو څخه د راوتو لپاره پر الهی لارښوونو عمل او له یووالی او ورورولۍ پرته بله لار نه تر سترګو کېږی. دغه راز په ټولنه کې د فقر او غربت خاتمه او د بې روزګارۍ له عذابه تېښته د خپلمنځی شخړو د له منځه وړو یا کمولو دوه نور مهم فکټورونه بللی شو.
دینی عالم او د پوهنتون استاد دکتور رحمت الله زاهد په دې اړه وایی، اسلام د خپلمنځی شخړو د نابودولو لپاره کوټلې لارښوونې لری، چې په خبره یې الهی قانون (اسلام) په هره برخه کې د کورنۍ له غړو بیا د ټولنې تر وګړو د یو بل حقونه خوندی کړی دی.
دغه راز په ټولنه کې د خپلمنځی شخړو د ختمولو په موخه د اسلام د ستر پیغمر محمد صلی الله علیه وسلم ګڼ شمېر ارشادات او اقوال را پاتې دی، چې کله ترغیبی او کله بیا تشویقی بڼه لری، د بېلګې په ډول نبوی ارشاد دی، چې که د الله په خاطر څوک له خپلمنځی بحث او شخړو څخه تېر شی، د جنت په منځ کې به د کور ذمه واری ورکړم.
د دې پېښو د مخنیوی لپاره د ښاغلی زاهد په وینا د خلکو د ژوند اقتصادی وده او د ستونزو له منځ وړل، هر چا ته د هغوی د حقونو ور پېژندنه او په دې اړه عامه پوهاوی او همداشان د خلکو لپاره کاری بوختیا کولی شی دا ستونزې له منځه یوسی.
په دې برخه کې هر څوک حکومت، دینی عالمان، ښوونیز بنسټونه او قومی مخور جلا جلا دنده او مسوولیت لری او په دې برخه کې مسوول ګڼل کېږی.
حکومت دنده لری، چې خلکو ته د هغوی د اقتصادی ودې لپاره کاری فرصتونه او له وزرګاتیا د ژغورنې په موخه بوختیاوې رامنځ ته کړی. دغه راز په ځینو مواردو کې طرفینو ته مجازات او مکافات وټاکی.
ښوونیز بنسټونه او دینی عالمان د خلکو د عامه پوهاوی د کچې په لوړولو مکلف دی، چې د ټولنې د نظم او تنظیم ساتلو او لانجو کونجو د مخنیوی په پار خلکو ته دینی سپارښتنې، د هغوی د حقونو ور پېژندنه او په تاریخی لحاظ د سوله ییز ژوند په موخه د یو بل لپاره د اصحابو او اسلافو د قربانۍ او ایثار بېلګې بیانول هغه څه دی، چې ښاغلی رحمت الله زاهد پرې ټینګار کوی.
همداراز قومی مخور د ځینو قیوداتو په ټاکلو او د پرېکړو په کولو سره کولی شی د خپلمنځی شخړو مخه ونیسی او یا یې ټیټې کچې ته راولی.
گهیځ