کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی، د اټکل له مخې تر راتلونکی پسرلی پورې به د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه و عروس د اوبو بند پاتې ټول کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
د دغه وزارت چارواکو یادونه کړې، چې دمګړۍ د بند ۹۷ سلنه چارئ بشپړې دی.
د معلوماتو له مخې د شاه و عروس اوبو بند چارو په بشپړېدو سره به نه یوازې دوه میګاواټه برېښنا تولید شی، بلکې د دغه بند پر مټ به ۳ زره ۶ سوه هکټاره ځمکه هم د خړوب څخه برخمنه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ