تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې پاپونیوګینی ته ماتې ورکړه
ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۲۹مه) تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرېکټ لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې پرون (د مرغومی ۲۸مه) پاپوا نیوګینی لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک د دې لوبې په اړه ویلی: “د افغانستان نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاپو نیوګینی لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او ان شاالله په را روانو لوبو کې به هم د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راړونې ولری تر دې وروسته له پاکستان او زیمبابوې سره خپلې لوبې ترسره کوی.”
افغان لوبډله به سبا (پنجشنبه) له پاکستان سره او د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره لوبه وکړی.
د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنورۍ په ۱۴مه پیل شو چې د فبرورۍ تر ۵مې به دوام کوی.
گهیځ