تـ ـحریر الشام ځواکونو د حلب ښار نیمایی برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې د بشری حقونو څارونکی راپور ورکړی، چې د تحریر الشام جـ ـهادی ډلې ځواکونو د سوریې په شمال کې د خپلو پرمختګونو په لړ کې د حلب ښار نیمایی برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د راپور پر بنسټ، د تېرې جمعې په ورځ د تـ ـحریر الشام او د بشار الاسد رژیم ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوۍ، چې په پایله کې یې د رژیم ۵۹ عسکرو ژوند بایللی دی.

وروستیو پرمختګونو کې د تحریر الشام ځواکونو د یوه ستراتیژیک زندان ماتولو ترڅنګ د حلب ښار هوایی ډګر او ښار ته غځېدلې ټولې لارې تړلې دی.

د سوریې د بشری حقونو څارونکو ویلی، تـ ـحریر الشام جـ ـهادی ډلې د حلب ښار څو مهمې ستراتیژیکې سیمې نیولې دی.

د اسد رژیم مخالفان چې د “ردع العدوان” په نوم عملیات ترسره کوی، تر دې دمه د رژیم پر وړاندې د خپلو پرمختګونو ادعا کوی.

د تـ.ـحریر الشام په مشرۍ د جـ ـهادی ډلو ګډ نظامی عملیات د تېرې چهارشنبې په ورځ د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې پیل شوی، چې لا هم دوام لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.