کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان سرپرست سفیر په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له رییس محمد رضا بهرامي سره کتلي.
د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو پرمختګونو، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو او د دیپلوماتیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر موضوعاتو بحث شوی دی.
د خبر پر بنسټ دواړو لوریو ټینګار کړی، چې باید د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي، تجارتي فرصتونه پراخ او د سرحدي همکاریو لپاره ګډ کار وشي.
محمد رضا بهرامي ویلي، ایران د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی او د افغان کډوالو د حقوقو خوندیتوب ته به دوام ورکړي.
بل لور د افغانستان سرپرست سفیر د ایران له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت غواړي، د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، څو اقتصادي ودې او سیمه ییز ثبات ته ګټه ورسیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/