تهران کې افغان سفیر د ایران له لوړپوړی دیپلومات سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان سرپرست سفیر په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلی آسیا له رییس محمد رضا بهرامی سره کتلی.

د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو پرمختګونو، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو او د دیپلوماتیکو او اقتصادی همکاریو د پیاوړتیا پر موضوعاتو بحث شوی دی.

د خبر پر بنسټ دواړو لوریو ټینګار کړی، چې باید د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شی، تجارتی فرصتونه پراخ او د سرحدی همکاریو لپاره ګډ کار وشی.

محمد رضا بهرامی ویلی، ایران د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی او د افغان کډوالو د حقوقو خوندیتوب ته به دوام ورکړی.

بل لور د افغانستان سرپرست سفیر د ایران له مرستو مننه کړې او ویلی یې دی، چې افغان حکومت غواړی، د دواړو هېوادونو تاریخی اړیکې نورې هم پیاوړې کړی، څو اقتصادی ودې او سیمه‌ ییز ثبات ته ګټه ورسیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.