تورخم او سپین بولدک کې د باروړونکو موټرو لپاره جلا لارې جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت له استازو سره په کتنه کې تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې د خصوصی سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو دغه کتنه کې د کور او ښار جوړولو له سرپرست وزیر څخه غوښتی، چې په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو موټرو لپاره د سړک، پُل او یوې بلې لویې دروازې د جوړولو په موخه اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړی.

په ورته‌ مهال د کور او ښارو جوړولو سرپرست وزیر ویلی، خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او مشخصات دې د یوه رسمۍ مکتوب له لارې د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړی او د دغه وزارت اړوند ریاستونه به دغو ستونزو ته طرحه او پلان جوړ او عملی اقدام به وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.