تورخم بندر کې د قاچاقو مخنیوی په اړه جدی هڅې پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دې وروستیو کې د تورخم بندر د استخباراتو مدیریت له لوری د نشه یی توکو او قاچاق مخنیوی په اړه جدی هڅې پیل شوی دی.
تازه د تورخم استخباراتو مدیریت د ۳۵ ټنه کرومایتو د قاچاق مخه نیولې، چې ځینو کسانو غوښتل په جعلی اسنادو یې پاکستان ته ولېږدوی.
مسوولین وایی، ټولو هغو توکو د قاچاق په مخنیوی کې جدی دی، چې لېږد یې افغان حکومت ممنوع اعلان کړی دی.
بل لور د دغه ځای ولسی وګړی هم دغه سیمه کې د استخباراتو مدیریت هڅې ستایی.
د دوی په خبره تېر کې همدغه قیمتی ډبرې او نور ارزښتمند توکی د رشوت او پیسو په ورکړې سره په اسانۍ سره وړل کېدۀ، چې اوس یې مخه نیول شوې ده.
هېره دې نه وی چې، څو ورځې وړاندې د تورخم استخباراتو مدیریت له لوری شاوخوا ۳۶۰ کیلو ګرامه نشه لرونکو توکو او د ګران بیه غمیو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.