کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار ویلی، چې د تورخم دروازه یو ځل بیا د پاکستانی مسوولینو لوری د ټرانزیټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړله، چې له چلوونکو څخه یې د ویزې او پاسپورت غوښتنه کوله.
کمیسار زیاته کړې، چې دوی هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستانی موټر چلونکو ته اجازه نه ورکوی، چې ویزه او پاسپورت ونه لری.
تر دې وړاندې په دغه لاره له بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ لپاره د پاسپورت او ویزې غوښتنه نه کېدله، خو نن یوځل بیا د پاکستانی لوری په همدې بهانه لاره د ټرانزیټ پرمخ وتړله.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ