تورخم دروازه یو وار بیا د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه
کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵ نېټه):
دوهم تعقیب/ تورخم:
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب ویلي، چې پاکستان غوښتل تېره شپه ناوخته تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لوري شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه نیولې.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني لوري په همدې پلمه یاده دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د کمیسار په خبره د ستونزې حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو دي، څو ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
پاکستاني لوري لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/