کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
دوهم تعقیب/ تورخم
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار الحاج ملا عبدالجبار حکمت ویلی، تورخم لار تېره شپه لس بجې د پاکستانی مسوولینو له لوری د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې ده.
کمیسار د یادې لارې د تړلو لامل د نویو پوستو او تاسیساتو جوړول ښودلی. نوموړی زیاته کړې، کله چې هم افغان لوری د خپلې خاورې دننه د امنیتی پوستو پر جوړولو کار پیل کړی، پاکستانی لوری پرته له خبرداری لار تړی او ولس له ستونزو سره مخ کوی.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی لوری د تورخم لارې په تړلو سره خلکو ته سرخوږی جوړوی، تر دې وړاندې د بېلابېلو پلمو پر بنسټ پاکستان دغه لار تړلې او د دواړو غاړو پرتو خلکو ته یې ستونزې ولاړې کړې دی.
د مسوولینو په وینا هڅه کوی چې د ډیپلوماټیکو لارو دغې ستونزې ته هر څه ژر د پای ټکی کېږدی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ