تورخم له لارې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۱۷ بې اسناده کورنۍ افغانستان ته اړول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۱ نېټه):
تورخم کې ځایی مسوولینو رسنیو ته ویلی، چې پر دغې لارې د وری میاشتې له ۹ مې تر ۱۶ مې نېټې پورې ۱۱۷ هغه کورنۍ چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانونی اسناد نه لرل، افغانستان ته راغلی دی.
د دوی په خبره یادو کورنیو کې ۳۲۲ تنه نارینه او ۳۲۵ تنه ښځینه وو شتون درلود، چې ټول شمېر یې ۶۴۷ تنو ته رسېده.
تورخم کې د انتقالاتو سرپرست آمر بخت جمال ګوهر په وینا نوموړې کورنۍ د تورخم بندر له لارې د هېواد بېلابېلو ولایاتو ته را ستانه شوی دی.
د ده په خبره له دغو کورنیو ننګرهار ته ۶۱، چې ۱۶۹ یې نارینه او ۱۶۰ یې ښځینه دی، همدارنګه کنړ ولایت ته ۹۱، بغلان ته ۵۷، پکتیا ته ۱۸، کندوز ته ۳۵، لغمان ته ۴۴، بلخ ته ۱۲، خوست ته ۱۱، پروان ته ۱۲، لوګر ته ۷ او مېدان وردګو ته دوه تنه راستانه شول.
هېره دې نه وی چې همدې موده کې له پاکستان هېواد څخه افغانستان ته له راغلو یادو کسانو سربېره ۵۸ تنه نور ډیپورټ شوی افغانان هم له دغې لارې خپل ملک ته راستانه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.