معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې افغان ځواکونو د پاکستاني پوځ یوه پوسته له منځه وړې او اته پوځیان یې وژلي

تورخم کې افغان ځواکونو د پاکستاني پوځ یوه پوسته له منځه وړې او اته پوځیان یې وژلي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د پاکستاني پوځ پر یوې مهمې پوستې غچ‌ اخیستونکی برید شوی، چې له امله یې پوسته ویجاړه شوې او اته پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د خبر پر بنسټ افغان ځواکونو په دې برید کې لیزري وسلې کارولي، چې د پاکستاني پوځ تحرکات یې مکمل بند کړي دي.

یوې سرچینې ګهیځ نیوز ته ویلي، چې افغان ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.

بل‌ لور د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ISPR) تر اوسه د پېښې په اړه چپتیا غوره کړې، خو سیمه‌ ییزې سرچینې وایي، چې دغه برید وروسته د پاکستان له لوري اضافي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

دغه نښته په داسې حال کې شوې، چې له یوولسو ورځو راهیسې د تورخم لار د پاکستان لخوا د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس