کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه تورخم کې د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د پاکستانی پوځ پر یوې مهمې پوستې غچ اخیستونکی برید شوی، چې له امله یې پوسته ویجاړه شوې او اته پاکستانی پوځیان وژل شوی دی.
د خبر پر بنسټ افغان ځواکونو په دې برید کې لیزری وسلې کارولی، چې د پاکستانی پوځ تحرکات یې مکمل بند کړی دی.
یوې سرچینې ګهیځ نیوز ته ویلی، چې افغان ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.
بل لور د پاکستانی پوځ رسنیز دفتر (ISPR) تر اوسه د پېښې په اړه چپتیا غوره کړې، خو سیمه ییزې سرچینې وایی، چې دغه برید وروسته د پاکستان له لوری اضافی ځواکونه سیمې ته استول شوی دی.
دغه نښته په داسې حال کې شوې، چې له یوولسو ورځو راهیسې د تورخم لار د پاکستان لخوا د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ