معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د افغان حکومت او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه تر پخوا نرمه شوې ده

تورخم کې د افغان حکومت او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه تر پخوا نرمه شوې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو مسوولینو ویلي، چې د افغان لوري د دوی پوستو د درندو او سپکو وسلو ډزې شوي، خو سیمه کې یو شمېر سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې ډزې لومړی د پاکستاني پوله ساتو لخوا شوي دي.
د پاکستان سرحدي ځواکونو خپلو رسنیو ته تایید کړې، چې د دوی د سرحدي ځواکونو یو سرتېری ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
افغان حکومت تر اوسه د دغې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تورخم کې کمیسارۍ تېره شپه ماښام له دې امله چې پاکستاني لوري د مسافرو لپاره په اسانتیاوو کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی، دغه دروازه وتړله.
ځایي سرچینو ګهیځ ته ویلي چې اوس سیمه کې د ډزو غږونه کم شوي دي.
دغه پېښه کې د اوښتي مالي او ځاني زیانونو په اړه کره ارقام تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس