کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د پاکستانی پوله ساتو ځواکونو مسوولینو ویلی، چې د افغان لوری د دوی پوستو د درندو او سپکو وسلو ډزې شوی، خو سیمه کې یو شمېر سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې ډزې لومړی د پاکستانی پوله ساتو لخوا شوی دی.
د پاکستان سرحدی ځواکونو خپلو رسنیو ته تایید کړې، چې د دوی د سرحدی ځواکونو یو سرتېری ټپی شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
افغان حکومت تر اوسه د دغې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی، خو تورخم کې کمیسارۍ تېره شپه ماښام له دې امله چې پاکستانی لوری د مسافرو لپاره په اسانتیاوو کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی، دغه دروازه وتړله.
ځایی سرچینو ګهیځ ته ویلی چې اوس سیمه کې د ډزو غږونه کم شوی دی.
دغه پېښه کې د اوښتی مالی او ځانی زیانونو په اړه کره ارقام تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ