معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د تېرې ورځې نښتې له امله دوه پوله ساتي او یو ولسي وګړی وژل شوي

تورخم کې د تېرې ورځې نښتې له امله دوه پوله ساتي او یو ولسي وګړی وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ تورخم کې نږدې دوه ساعته نښته شوې.
د خبر پر بنسټ پېښه کې دوه افغان پوله ساتي ځواکونو او یو ولسي وګړي ژوند بایللی، خو رسمي سرچینو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اطلاعاتو له مخې پاکستاني لوري ته هم مرګ – ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې برید لومړی پاکستاني لوري کړی، چې افغان ځواکونو یې پر وړاندې بېرته ځوابي غبرګون ښودلی دی.
یاده لار لا هم د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې تړلې ده.
د مسوولینو په وینا هڅه کيږي چې د دواړو لورو مسوولین د نښتې عوامل په ډاګه کړي، څو په راتلونکي کې یې د تکرار مخنیوی وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس