کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د افغان او پاکستانی لوری ترمنځ تورخم کې نږدې دوه ساعته نښته شوې.
د خبر پر بنسټ پېښه کې دوه افغان پوله ساتی ځواکونو او یو ولسی وګړی ژوند بایللی، خو رسمی سرچینو تر دامهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.
د اطلاعاتو له مخې پاکستانی لوری ته هم مرګ – ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې جزیات نه دی ورکړل شوی.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې برید لومړی پاکستانی لوری کړی، چې افغان ځواکونو یې پر وړاندې بېرته ځوابی غبرګون ښودلی دی.
یاده لار لا هم د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې تړلې ده.
د مسوولینو په وینا هڅه کیږی چې د دواړو لورو مسوولین د نښتې عوامل په ډاګه کړی، څو په راتلونکی کې یې د تکرار مخنیوی وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ