معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو د دمې او مرستې لپاره ځانګړی ځای انتخاب شو

تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو د دمې او مرستې لپاره ځانګړی ځای انتخاب شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم ښارګوټي ته نږدې د لعل پورې سېمه کې سړک غاړې سره نښتې شاړه ځمکه چې اوس په کې کوچیان خال_ خال مېشت دي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د دمې او مرستې لپاره انتخاب شو.
د خبر پر بنسټ، دغه ځای د افغان حکومت د امیر لخوا د لېږلي با صلاحیته پلاوي لخوا انتخاب شو، چې پاکستان هېواد څخه راغلي افغان کډوال به په کې په لنډ مهالي توګه له
دریو تر لسو ورځو پورې دمه کیږي او دلته به ورسره د اړینو لومړنیو توکو مرستې هم کیږي.
د هیت د غړو په وینا دغه ځای کې به هرې کورنۍ لپاره به دوه د اوسېدو خونې، تشناب او احاطه شامله وي.
دغه پلاوی چې د مهاجرینو وزارت په مشرۍ د حکومت د امیر په حکم راغلی، په کې د کرنې، صحت، ترانسپورت، سره میاشت او انکشاف دهات وزارتونو معینان او ولایتي مسوولین شامل دي.
ــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس