تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو د دمې او مرستې لپاره ځانګړی ځای انتخاب شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم ښارګوټی ته نږدې د لعل پورې سېمه کې سړک غاړې سره نښتې شاړه ځمکه چې اوس په کې کوچیان خال_ خال مېشت دی، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د دمې او مرستې لپاره انتخاب شو.
د خبر پر بنسټ، دغه ځای د افغان حکومت د امیر لخوا د لېږلی با صلاحیته پلاوی لخوا انتخاب شو، چې پاکستان هېواد څخه راغلی افغان کډوال به په کې په لنډ مهالی توګه له
دریو تر لسو ورځو پورې دمه کیږی او دلته به ورسره د اړینو لومړنیو توکو مرستې هم کیږی.
د هیت د غړو په وینا دغه ځای کې به هرې کورنۍ لپاره به دوه د اوسېدو خونې، تشناب او احاطه شامله وی.
دغه پلاوی چې د مهاجرینو وزارت په مشرۍ د حکومت د امیر په حکم راغلی، په کې د کرنې، صحت، ترانسپورت، سره میاشت او انکشاف دهات وزارتونو معینان او ولایتی مسوولین شامل دی.
ــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.