کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ د کشف آمریت کارمندانو ۲۵جلده تاریخی قدیمی کتابونه او ۷۵۰ ګرامه د پاسه یو کیلو بېلابېل ډوله قیمتی ډبرې چې پاکستان ته قاچاق کېدلې، نیولی دی.
د کشف آمر په خپلو خبرو کې تایید کړې، چې دغه نیول شوی قاچاق کېدونکی توکی پاکستان ته قاچاق کېدل.
د دوی په خبره د اثارو او قیمتی ډبرو ترڅنګ پاسپورتونو، ویزو او ډالرو ته هم چې هېواد څخه وتل یې ممنوع اعلان شوی وی، په هېڅ ډول د وړلو اجازه نه ورکوی.
د ده خبره چې کۀ د دغو ناقانونه کړنو ترسره کوونکی ونیول شول، جدی قانونی چلند به ورسره کیږی او عدلې ارګانونو ته به سپارل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ