کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې تورخم کې د افغان او پاکستانی پوله ساتو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
دغه نښته کې دواړو خواوو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.
ګهیځ نیوز ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلی، چې پاکستانې ملیشو په افغان پوله ساتو باندې وروسته له هغې درنې ډزې شروع کړې، چې افغان پوله ساتی ځواکونه په خپله خاروره کې په کار کولو بوخت وو.
د سرچینې په وینا یاده نښته کې پاکستانی ملیشو ته درنه مرګ – ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
تر اوسه د دغې نښتې له امله د اوښتی مالی او ځانی زیان په تړاو څه نه دی ویل شوی.
دا نښته په داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره ورځ د افغان او پاکستانی چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو خبرې شوې وې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ