تورخم کې د پاکستان دوه پوستې افغان ځواکونو له منځه یوړې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته افغان سرحدی ځواکونو د تورخم نښته کې د پاکستانی لوری دوه پوستې له منځه وړې دی.

د دې وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع د دې نښتې لامل په اړه ویلی، د تورخم په غورکی سیمه کې د فرضی کرښې په استقامت پاکستانی ځواکونو پر افغان سرحدی ځواکونو ډزې وکړې، چې افغان ځواکونه متقابلو ډزو ته اړ شول.

نوموړی زیاتوی، چې پاکستانی لوری د ملکی خلکو کورونه هدف کړل، چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان یې له امله شهیدان شول.

بل لور ته پاکستانی لوری ته د نښتې پر مهال د درې پاکستانی عسکرو د وژلو او پنځو تنو نورو د ټپی کېدو خبرونه ورکړل شوی دی.

ځایی سرچینې وایی، چې سیمه کې وضعیت لا هم عادی حالت ته نه دی ستون شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.