کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان لور ته په تورخم کې د ګمرک د تصفیې د ټولنې کارکوونکو د موقتی سفری اسنادو پر ضد کاربندیز اعلان کړ.
هغوی ویلی، تر هغو به کار نه کوی چې د پاکستان حکومت پر موټر چلوونکو لګېدلی محدودیتونه لرې نه کړی.
د پاکستان حکومت یوازې هغو موټر چلوونکو ته د تګ – راتګ اجازه ورکوی، چې موقتی سفری اسناد ولری.
دغه پرېکړه چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تطبیق شوې، ګڼ شمېر موټر چلوونکی له ستونزو سره مخ کړی دی؛ ځکه چې د سفر موقتی اسناد نه لری.
موټرچلوونکی وایی، د پاکستان سفارت په کابل کې او د افغانستان کونسلګری په پېښور کې د یادو سفری سندونو په ورکولو کې ځنډ کوی، چې د دوی کارونه یې اغېزمن کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ