کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ مسوولینو په دغه ګمرک کې د ۴۹ بېلابېلو مډالونو د قاچاق د مخنیوی خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوب ویلی، چې د دوی د سکن برخې مسوولینو ۴۹ بېلابېل ډوله مډالونه چې د بهرنیو هېوادونو اړوند دی، نیولی دی.
یعقوب زیاته کړې، چې د یادو مډالونو قاچاق کوونکی په تښېښه بریالی شوی او د نیولو لپاره یې جدی هڅې پیل شوې دی.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم دغه ګمرک کې د ګڼ شمېر تاریخی آثارو، ګرانه بیه ډبرو، وسلو او نورو توکو د قاچاق مخنیوی خبرونه ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ