معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې زرګونه جعلي اسناد نیول شوي

تورخم کې زرګونه جعلي اسناد نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د تورخم ګمرک د ځانګړې مفرزې قطعې د ګزمې پر مهال زرګونه جعلي اسناد نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکو دا اسناد په ډېر مهارت پټ کړي وو او غوښتل یې افغانستان ته یې راوړي.

نیول شویو اسنادو کې ۱۰۰۲ نکاح خطونه، ۳۱۵ د موټرو لایسنسونه، ۴۷۱۶ د بهرنیو چارو وزارت ټاپې، ۴۴۰ امارتي تذکرې او ۵۹۰ د پخواني نظام پېژندپاڼې شاملې دي.

د دغو جعلي اسنادو په تور دوه کسان نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو څو وار د تورخم ګمرک په سیمه کې د جعلي اسنادو او وسلو د نیولو خبر ورکړی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس