تورخم کې زرګونه جعلی اسناد نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د تورخم ګمرک د ځانګړې مفرزې قطعې د ګزمې پر مهال زرګونه جعلی اسناد نیولی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکو دا اسناد په ډېر مهارت پټ کړی وو او غوښتل یې افغانستان ته یې راوړی.

نیول شویو اسنادو کې ۱۰۰۲ نکاح خطونه، ۳۱۵ د موټرو لایسنسونه، ۴۷۱۶ د بهرنیو چارو وزارت ټاپې، ۴۴۰ امارتی تذکرې او ۵۹۰ د پخوانی نظام پېژندپاڼې شاملې دی.

د دغو جعلی اسنادو په تور دوه کسان نیول شوی، چې له لومړنیو پلټنو وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شی.

تر دې وړاندې هم امنیتی ځواکونو څو وار د تورخم ګمرک په سیمه کې د جعلی اسنادو او وسلو د نیولو خبر ورکړی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.