کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم د اطلاعاتو مدیریت ویلي، چې د کمیسارۍ د کورني امنیت غړو د تاریخي قدامت لرونکې سلګونه پخوانۍ سیکې نیولي دي.
د یاد مدیریت په وینا دغه سیکې او مشکوک اثار د پلټنو او معلوماتو لپاره د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي، څو د تاریخي اثارو د پېژندنې متخصصین یې وڅېړي او د دوی تاریخي اهمیت معلوم کړي.
د کلتور ریاست د مسوولینو په وینا، نیول شوې سیکې ۳۸۵ عدده دي، چې د تاریخي ارزښت د معلومولو لپاره به یې هر څه ژر لازمې څېړنې ترسره شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/