کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم د اطلاعاتو مدیریت ویلی، چې د کمیسارۍ د کورنی امنیت غړو د تاریخی قدامت لرونکې سلګونه پخوانۍ سیکې نیولی دی.
د یاد مدیریت په وینا دغه سیکې او مشکوک اثار د پلټنو او معلوماتو لپاره د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوی، څو د تاریخی اثارو د پېژندنې متخصصین یې وڅېړی او د دوی تاریخی اهمیت معلوم کړی.
د کلتور ریاست د مسوولینو په وینا، نیول شوې سیکې ۳۸۵ عدده دی، چې د تاریخی ارزښت د معلومولو لپاره به یې هر څه ژر لازمې څېړنې ترسره شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ