تورخم کې ۲۵۰۰ قطعې پیرسټاک چرګان بېرته پاکستان ته مسترد شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، چې د تورخم قرنطین وترنر ډاکترانو له لوری پاکستان څخه ۲۵۰۰ قطعې پیرسټاک یا زیات عمر لرونکی چرګان د کرنې ریاست مامورینو له لورې تر نیول کېدو وروسته بېرته پاکستان ته مسترد شول.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولی محسن ویلی، تر ارزونې وروسته په تورخم کې د دوی کارکوونکو له لورې ترنیول کېدو وروسته بېرته ولېږل شول.

د محسن په وینا د کرنې وزارت د کړنلارې مطابق او ننګرهار کې د چرګانو د سکتور د پیاوړتیا لپاره یې د نورو هېوادونو څخه د چرګانو انتقال بند کړی او همدارنګه دا چرګان چې عمرونه یې ډېر دی، انسانانو ته ترې د مختلفو ناروغیو د انتقال سبب ګرځی.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار کرنې ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو په ټنونو خراب ممپلی، جوار او سویابین بېرته پاکستان ته مسترد کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.