ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۵مه او د مۍ میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د ملی روغې جوړې شورا له پخوانی مشر عبدالله عبدالله سره کتلی
توماس وېسټ پر خپل ټوېټر لیکلی، چې له عبدالله عبدالله سره یې په دې لیدنه کې د افغانستان پر راتلونکی، نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د اړیکو پر څرنګوالی، د سیاسی بهیر پر اړتیا، د بشری حقونو د سرغړونو، په ټولنه کې د ښځو پر رول او د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه خبرې کړې دی.
ویسټ ویلی چې په دې اړه به له یو شمیر نورو افغان سیاستوالو سره هم وګوری.
گهیځ