معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغانان خوشې شوي

تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغانان خوشې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي.
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دا کسان د قانوني اسنادو د لرلو باوجود د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي وو.
دغه وزارت په عین حال کې ویلي، چې په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو تر ۵ سوو ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې، په تېره بیا تورخم کې له نښتې وروسته په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته زور ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس