کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوی دی.
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې دا کسان د قانونی اسنادو د لرلو باوجود د پاکستانی پولیسو له لوری نیول شوی وو.
دغه وزارت په عین حال کې ویلی، چې په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان امنیتی ادارو تر ۵ سوو ډېر اسناد لرونکی او بې اسناده افغان کډوال نیولی دی.
پاکستان په وروستیو ورځو کې، په تېره بیا تورخم کې له نښتې وروسته په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته زور ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ