تېره اونۍ هلمند کې د خپلمنځی شخړو او جنایی پېښو له امله یو تن وژل شوی او اووه نور ژوبل دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلی، چې تېره اونۍ د دغه ولایت په نادعلی، موسیٰ قلعه، باباجی او د کجکی ولسوالیو په څلورو بېلابېلو پېښو کې یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ژوبل شوی دی.
د خبر پر بنسټ، په دغو پېښو کې خپلمنځی جګړې او د کورنی تاوتریخوالی قضیې شاملې دی، چې د ځایی مسوولینو په وینا ټولو ته یې رسېدنه کړې ده.
خبر زیاتوی، چې د کجکی ولسوالۍ ګندم رېز بازار سیمه کې د کورنی ستونزو له امله یوې ښځی خپل خاوند څاه ته اچولی او وژلی یې دی.
د نادعلی ولسوالۍ د زرغون کلی په سیمه کې بیا یو کس د توپنګچې د پاکولو پر مهال ځان ویشتلی او ژوبل دی.
دغه راز د موسیٰ قلعه ولسوالۍ د خټکی په سیمه کې هم پۀ دوو جلا پېښو کې درې تنه ټپیان شوی دی.
باباجی ولسوالۍ کې بیا د ځوانانو د فوټبال لوبې پر مهال شخړه کې درې تنه ژوبل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.