کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د دغه ولایت ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې تېره یوه اونۍ کې د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار ګرمسېر، نادعلی او سنګین ولسوالیو کې لس تنه غله نیول شوی دی.
دغه کسان د غلا په تور د لښکرګاه لومړۍ، دوهمی، اتمې او شپږمې امنیتی حوزې ترڅنګ سنګین ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
مسوولینو ویلی، چې یادو کسانو کې ګڼ شمېر یې د موټر سایکلو او کورونو څخه د غلا په تور نیول شوی دی.
د سرپرست افغان حکومت له لوری دې وروستیو کې د غلو پر وړاندې اقدامات جدی شوی چې له امله یې د دغو ډلو ګڼ شمېر کسان نیول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ