معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ څه باندې ۳۰ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

تېره اونۍ څه باندې ۳۰ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۳۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، ډېر شمېر دغه کسان له ایرانه راستانه شوي، چې ورسره یو اندازه مرستې هم شوې دي.

په ورته مهال ځینې افغانان چې ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره تللي، دغو هېوادونو کې د ژوند له سختو شرایطو او له دوی سره له ناوړه چلنده شکایت کوي.

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان کډوالو د وېستلو لپاره په نږدې راتلونکي کې د خپلو پلانونو د عملي کولو خبرداری هم ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس