کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایی، تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۳۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوی دی.
د دغه وزارت ویاند وایی، ډېر شمېر دغه کسان له ایرانه راستانه شوی، چې ورسره یو اندازه مرستې هم شوې دی.
په ورته مهال ځینې افغانان چې ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره تللی، دغو هېوادونو کې د ژوند له سختو شرایطو او له دوی سره له ناوړه چلنده شکایت کوی.
پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان کډوالو د وېستلو لپاره په نږدې راتلونکی کې د خپلو پلانونو د عملی کولو خبرداری هم ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ