کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍادارې یا اوچا په خپل تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د جولای میاشتې په سېلابونو کې ۵۸ کسانو ژوند بایللی او ۳۸۰ نور ټپیان شوی دی.
د دې ادارې په خبره دغو سېلابونو د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۲۴۵ ولسوالۍ زیانمنې کړې دی.
د دغه راپور له مخې، سېلابونو د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۲ زره کورنۍ هم اغېزمنې کړې دی.
یادې ادارې ټینګار کړی چې وروستیو سېلابونو شخصی توکو او ملکی زېربناوو ته هم زیان اړولی دی.
په راپور کې ویل شوی چې سېلابونو تر ډېره په بدخشان، ننګرهار او بغلان کې زیان اړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ