کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، چې په تېره میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې تېره میاشت د حېرتان، آقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۴۸۹ زره ۷۹۸ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی.
په یاد توکو کې ۲۸ زره ۴۰ ټنه توکی صادر شوی، چې لویه برخه یې وچه مېوه او نور توکی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملی اداره وایی، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړی او معیاری چوپړتیاوې وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ