کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، چې تېره میاشت د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۶۵ زره ۱۲۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
د خبر پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې دغو انتقالاتو کې د حېرتان بندر له لارې ۲۵۸ زره ۹۷۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۲ زره ۴۶۷ ټنه، د خواف – هرات بندر له لارې ۳زره ۶۰۶ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۰ زره ۷۲ ټنه چې ټولټال ۳۶۵ زره ۱۲۰ ټنه نفتی او خوارکی توکی دی، هېواد ته وارد او صادر شوی دی.
دوی.همدا راز ویلی، چې په یاده موده کې ۲۷۲۶ ټنه تجارتی مالونه صادر او ټرانزیټ شوی دی.
د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، هڅه کوی د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ