تېره میاشت د سلګونه ټانکره بې کېفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې مسوولینو ویلی، چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې ۵۱۱ ټانکره بې کېفیته تیل بېرته ګرځولی دی.

د سټنډرډ ملی ادارې ټینګار کړی، چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره به د بې کېفیته تېلو د داخلېدو مخه ونیول شی. دغې ادارې په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د ګاونډیو هېوادونو د بې کېفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران بېرته مسترد کړی دی.

د مسوولینو په وینا هر کله چې د وارد شویو تېلو او ساختمانی موادو کېفیت معیاری نه وی، بېرته صادروونکو هېوادونو ته استول کیږی.

مسوولینو زیاته کړې، چې په همدې مرغومې میاشت کې د نفتی توکو ۹ زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته داخل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.