کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، د تېرې مرغومې میاشتې په موده کې د سپین بولدک له لارې ۴۲۱ کډوالې کورنۍ چې ۷ زره او ۵۳۵ تنه کیږی، هېواد ته راستنې شوی.
د خبر پر بنسټ، یاد وزارت زیاتوی، چې دغه شمېر کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ او د کډوالو او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوی دی.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په همدې موده کې ۳۰۵ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم خلاص او بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ