تېره میاشت د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د هېواد په کچه د روان کال د وږی میاشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړی دی.
په یاده میاشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ میلیون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ میلیون ډالر ښودل شوی دی.
د دغې ادارې له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې تېر کال د وږی په میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیون ډالر او هېواد ته د رالېږدول شویو توکو مجموعی ارزښت ۷۴۴.۴ میلیونه ډالر کېده، چې د روان کال د وږی میاشتې د صادراتو د ارقامو تحلیل د تېر کال د همدې میاشتې د صادراتو په پرتله ۲۸.۶ میلیونه ډالر کمښت ښیی.
بل خوا د روان کال د وږی میاشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۸.۱ میلیونه ډالر لوړوالی راغلی دی.
خبرپاڼه کې راغلی، چې د ۱۴۰۲ کال د وږی په میاشت کې تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربی اماراتو ته شوی او د ۱۴۰۱ کال په همدې میاشت کې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان هېوادونو ته وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.