کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د سلواغې میاشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړی دی.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې په یاده میاشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۴.۱ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳.۵ میلیون ډالرو ته رسیږی.
د دغې ادارې له لوری د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تېر کال په همدې میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶٫۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د تېر کال د سلواغې میاشتې د صادراتو د ارقامو تحلیل د روان کال د همدې میاشتې د صادراتو په پرتله ۴۲.۶ میلیون ډالره زیاتوالی ښیی.
بل لور ته د ۱۴۰۱ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۶ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په یاده میاشت کې د ۹۸.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاتوالی په کې راغلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ