تېره میاشت له افغانستانه د ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې د هېواد په کچه ۱۴۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۷۸۹.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوی دی.

د دې ادارې د ارقامو تحلیل ښیی چې د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې صادرات د تېر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۲.۹ میلیونه ډالر کموالی لری او ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې په پرتله ۱۴۰۲ کال همدې میاشت کې د وارداتو کې هم ۹۹.۲ میلیونه ډالره په ارزښت زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د تېر کال په کب میاشت کې تر ټول زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربی امارتو ته شوی او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، هند او چین هېوادونو څخه شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.