معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت نږدې دوه نیم زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ – راتګ کړی

تېره میاشت نږدې دوه نیم زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ – راتګ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۴۵۴ بهرنيو وګړو تګ – راتګ ثبت شوی.

یادې ادارې ویلي، چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د ۴۳ ښځینه‌ وو په ګډون یو زر ۳۱۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌ وو په ګډون یو زر او ۱۳۸ نور له هېواده وتلي.

دغه راز یو زر ۲۹۶ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس