تېره میاشت نږدې دوه نیم زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ – راتګ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوایی ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۴۵۴ بهرنیو وګړو تګ – راتګ ثبت شوی.

یادې ادارې ویلی، چې د روان کال په مرغومی میاشت کې د ۴۳ ښځینه‌ وو په ګډون یو زر ۳۱۶ بهرنی وګړی هېواد ته راغلی او د ۲۶ ښځینه‌ وو په ګډون یو زر او ۱۳۸ نور له هېواده وتلی.

دغه راز یو زر ۲۹۶ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلی، چې له دې ډلې یې ۱۹۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخی سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلی دی.

تر ټولو زیات بهرنی وګړی د نیمزور له بندر، د هرات هوایی ډګر او بندرونو، د تورخم او د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.