کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی اداره ویلی، د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې ۳ زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایی ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ – راتګ کړی.
د دې ادارې په وینا له دې ډلې د ۶۳ مېرمنو په ګډون ۲ زره ۱۳۱ تنه افغانستان ته راغلی او د ۱۱ مېرمنو په ګډون ۱۸ سوه ۹ کسان بېرته تللی دی.
دوی زیاته کړې، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنو یې د تاریخی سیمو د لېدلو او ګرځندویۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.
دې وروستیو کې افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویه وګرو د راتګ شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ