تېره میاشت هېواد کې نږدې ۱۴۴ زره برېښنایی پېژندپاڼې وېشل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې لسګونه زره برېښنایی پېژندپانو د وېشل کېدو خبر ورکړی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایی پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره ۸۰۳ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو کسانو ته د برېښنایی پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، د هېواد په کچه به ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړی او په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم غځولې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.