کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوایی ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۵۹۵ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
د خبر پر بنسټ یادې ادارې زیاته کړې، چې تر ټولو زیات بهرنی وګړی د نیمروز ولایت، تورخم، حیرتان بندرونو او د بلخ هوایی ډګر له لارې هېواد ته راغلی او وتلی دی.
د یادې ادارې په وینا، هېواد ته د بهرنیو وګړو له ډلې څخه یې یو شمېر د سیاحت او یو شمېر نور یې د کار په موخه راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ